په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) چارواکو نن چهارشنبه د کب په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د بودیجې د کموالي له امله په افغانستان کې د دغې موسسې او د هغې د شریکانو له خوا ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یوازې د دغې موسسې ۱۴ روغتیايي مرکزونه د یوې بلې میاشتې لپاره د فعالیت لپاره بودیجه لري چې له نوي مالي ملاتړ پرته به وتړل شي.
خبرځای زیاته کړې: دغو ۳۲ روغتیايي مرکزونو یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له ۱۳۴ زره زیاتو خوارځواکیو ماشومانو سره مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د هغې ډیری تمویل شوي کلینیکونه چې د زرګونو خوارځواکۍ ماشومانو درملنه کوي، په راتلونکو اونیو کې به وتړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټولنې د اوسني وضعیت له امله د اړتیا وړ خدمتونو ته د دې ادارې کارکوونکي، ډاکټران او نرسان له څلورو تر پنځو میاشتو پورې له معاش پرته کار کوي، ځکه چې د دغو ماشومانو کورنۍ نه شي کولای چې دولتي یا خصوصي کلینیک ته د دوی د لېږد لګښت ورکړي او نه هم نږدې کلینیک ته د لېږد لګښت نه شي ورکولای.
د ماشومانو د ژغورنې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ۱۳۱ میلیونه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو څخه زیات ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د پیغام پای/
Your Comment